د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري ویلي چې، د اسلامي امارت د لوړو پوړو چارواکو ترمنځ اختلافات نشته او نه په ډلو وېشل شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري ویلي چې، د اسلامي امارت د لوړو پوړو چارواکو ترمنځ اختلافات نشته او نه په ډلو وېشل شوي دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محمد نبي عمري زیاتوي:«چې دا فکر ونهکړئ دا تشویش ونه کړئ، د مېډیا نه متاثره نهشئ چې، یا به اختلافات وي، دا د کندهاري شبکه، دا د حقاني شبکه، دا د غزني شبکه. دا وخت د الله نه زموږ په ژوند راولي نه په مرګ.»
عمري د غزني ولایت د نوي مرستیال والي د پېژندنې پر مهال ویلي اسلامي امارت د قطر مذاکرتو پرمهال امریکايي چارواکو ته څرګنده کړې چې، په افغانستان کې د ناټو او امریکا د یوه عسکر حضور هم ورته د منلو نهدی او دوی ته د نظامي حضور په موخه یوه اډه هم ونه سپارل شي.
د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال وايي:«بیا یې غوښتنه وکړه اخر يې ویل دا یوه اډه موږ غواړو، که په سوال وي که په زارۍ وي که په زور وي د بګرام اډه کې به زموږ قوتونه پراته وي؛ نه ستا په اسلامي نظام کار لرو، نه ستا په امر بالمعروف کار لرو، نه ستا په خاوره کار لرو، خبره شور ته ورسېده. ملګرو ورته وویل چې، یو عسکر د ناټو او امریکا په افغانستان کې پاتې وي سل کاله به ورسره وجنګېږو.»