دا په زړه پورې ده ۰
د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس قسمت الله مبارز وايي، چې د دغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۱۲۰ میلیونه ۴٢٨ زره ١١٥ افغانیو په لګښت د پاکو اوبو ۲۲ شبکې جوړېږي.
ننګرهار کې د پاکو اوبو رسولو ۲۲ شبکې جوړیږي
د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس قسمت الله مبارز وايي، چې د دغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۱۲۰ میلیونه ۴٢٨ زره ١١٥ افغانیو په لګښت د پاکو اوبو ۲۲ شبکې جوړېږي.

یادې شبکې د اچین، نازیان، خوږیاڼو، حصارک، پچیراګام، بټي کوټ، شینوارو، سپین غر، مومندره، دوربابا، چپرهار، کوټ، رودات، ګوشتې، سرخرود، دره نور او بهسود ولسوالیو کې پلي کیږي.

مبارز زیاته کړې، چې د دغو شبکو په بشپړېدو سره به ۹ زره کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcdjn0foyt05n6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته