دا په زړه پورې ده ۰
قزاقستان د افغان – ټرانس پروژې جوړېدو ته پاکستان او نورې خواوې هڅوي.
قزاقستان: د افغان – ټرانس پروژې د تطبیق لپاره نورې خواوې هڅوو
قزاقستان د افغان – ټرانس پروژې جوړېدو ته پاکستان او نورې خواوې هڅوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی د قزاقستان د ترانسپورت وزارت پرون ویلي، چې د دوی د ریللارو د ملي شرکت ريیس (دامیر کوژاخامیتوف) پاکستان ته تللی چې د افغان – ټرانس پروژې د پرمخ بیولو لپاره د ترانسپورت او لوژستیک له کمپنیو سره خبرې وکړي.

د افغانستان له لارې د ریلګاډي په وسیله د ازبکستان او پاکستان د نښلولو د پروژې موافقه په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د مخکني حکومت، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه.

د دې۵۷۳ کیلومتره ریلارې د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم ملیارد ډالره اټکل شوی دی.

د پلان له مخې، دغه پټلۍ به له مزارشریف څخه تر غلام خان بندر پورې وغځول شي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdccxxqse2bq4i8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته