د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشر سره وکتل او په بهرنیو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک په ټاکلو کې یې د دې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشر سره وکتل او په بهرنیو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک په ټاکلو کې یې د دې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹ مه) په خپله اېکس پاڼه کې ولیکل چې د وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له عمومي رییس پییر کرهنبول سره ولیدل. په دې غونډه کې متقي د سره صلیب له مشر څخه وغوښتل چې په بهرنیو هیوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک په ټاکلو کې له دې ډلې سره همکاري وکړي. کرهنبول وویل چې که څه هم د ځینو هیوادونو لخوا زندانونو ته د دوی د لاسرسي بندیز د بندیانو د موندلو او د هغوی د کورنیو د خبرولو لپاره د بشري هڅو مخه نیولې ده؛ خو دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي. جمهورخبري آژانس