دا په زړه پورې ده ۰
په دوبۍ کې د «ګلفوډ» نړیوال نندارتون چې د ۳ ورځو لپاره جوړ شوی د افغانستان په ګډون پکې د بېلابېلو هېوادونو، خوراکي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.
ګلفوډ نندارتون؛ افغان کرنیز محصولات او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي
په دوبۍ کې د «ګلفوډ» نړیوال نندارتون چې د ۳ ورځو لپاره جوړ شوی د افغانستان په ګډون پکې د بېلابېلو هېوادونو، خوراکي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، وچې او تازه مېوې، زعفران او د افغانستان تولید شوې غیرالکولي څښاک د دغه نندارتون په لسو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

یوشمېر افغانان چې په دغه نندارتون کې یې د افغانستان کرنیز محصولات او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي، وايي چې دغه نندارتون نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو د لار موندنې لپاره یو لوی فرصت دی.

د «ګلفوډ» نندارتون د نړۍ د خوړکي او څښاکي توکو د صنعت تر ټولو ستر نندارتون دی له ۱۹۸۷ زېږدیز کال راهیسې هر کال په دوبۍ کې جوړېږي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdca6wn6u49nae1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته