په دې برخه کې، هغه د افغانانو لپاره د کاري ویزو صادرول، عمان ته د افغان صادراتو لپاره فرصتونه رامینځته کول، د دواړو هیوادونو ترمنځ الوتنې پیل کول، او د اړوندو اسانتیاوو چمتو کول د لومړیتوبونو په توګه یاد کړل چې دوی به یې په ګډه کار وکړي.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې عمان پخوا د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ په اړه مثبت دریځ نیولی او غواړي چې له افغانستان سره دوه اړخیزې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.