د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تورنو کسانو په نیمروز، څېرمه ولایتونو او لویو لارو کې یې له خلکو موټر غلا کول او نورو ولایتونو او حتی ګاونډیوهېوادونو ته يې لېږدول.
د نیمروز والي، محمد قاسم خالد وايي: هغوی دغه موټرې غلا کړې وې او بیا یې په هلمند، کندهار، پکتیا او غزني کې پر څو کسانو پلورلې وې. له دغو موټرو یو په خوست او بل په کندوز کې موندل شوی دی.