دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي، چلند وزارت په هېواد کې د بهرنیو هوايي شرکتونو د فعالیتونو د بیا پيل لپاره د ګڼو اسانتیاوو له برابرولو خبر ورکوي.
دا محال په افغانستان کې ۲ داخلي او ۷ بهرني شرکتونه فعالیت لري
د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي، چلند وزارت په هېواد کې د بهرنیو هوايي شرکتونو د فعالیتونو د بیا پيل لپاره د ګڼو اسانتیاوو له برابرولو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند زیاتوي، دمګړۍ په هېواد کې دوه داخلي او اووه بهرني هوايي شرکتونه فعالیت لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه په افغانستان کې، د بهرنیو هوايي شرکتونو فعالیتونه، د اقتصادي ودې او همداراز د مسافرو د تګ راتګ لپاره مهم ګڼي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې ۲۷ هوايي ډګرونه فعال دي، چې له دې منځه پنځه یې نړۍوال هوايي ډګرونه دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcd9z0fkyt0jj6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته