د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغې افغانستان کې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پیل په مناسبت دغه راز ویلي، که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ زېږیز کاله وغځیږي نو څه باندې څلور میلیونه نجونې به له زده کړو محرومې کړي چې په خبره یې، د افغان نجونو او افغانستان لپاره به بدې پایلې ولري.
کاترین رسل ویلي: « دغه بندیز د روغتیايي سیسټم، اقتصاد، او د ملت پر راتلونکي ناوړه اغېز کوي. چې کم شمېر نجونې زدهکړې کوي، نو په کم عمر کې د ودونو ګواښ هم زیاتېږي، چې دا چاره د هغوی پر فزیکي او رواني روغتیا منفي اغېز لري.»
د رسل په خبره، دغه بندیز به د نورو منفي پایلو سربېره د ښځینه روغتیایي کارکوونکو شمېر هم کم کړي چې له امله به یې ۱۶۰۰ نورې مېندې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
هغې زیاته کړې: «د ښځینه ډاکترانو او قابلو د کمښت په صورت کې به نجونې او ښځې د اړتیا وړ طبي درملنه ترلاسه نه کړي، چې زموږ د اټکل لمخې،۱۶۰۰ نورې مېندې او ۳۵۰۰ ماشومان به خپل ژوند له لاسه ورکړي. دا یوازې شمېرې نه، بلکې دا له لاسه ورکړ شوي کسان او ویجاړې شوې کورنۍ دي.»