د جمهور اژانس د راپور له مخې، د فواید عامې وزارت لپاره د طالبانو ویاند اشرف حق شناس د دوشنبې په ورځ (دوري ۴ مه) په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې د تیر کال د فبروري میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ له لارې ۵۸۰۸۵ میټریک ټنه ترانسپورت ترسره شوی دی.
طالبانو ویلي چې په ورته وخت کې، ۲۷۴،۸۵۲ ټنه د حیرتان بندر له لارې، ۱۴۷،۰۲۷ ټنه د آقینې بندر له لارې، ۵۲۴،۰۸۳ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې، او ۱۶۰،۰۲۳ ټنه د خاف-هرات بندر له لارې لیږدول شوي، چې په کې تیل، غیر تیلي توکي او نور وارد شوي او صادر شوي توکي شامل دي.