ده ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چې له افغانستانه کوم ټیم راغلی و، هغه کې ډېر مختلف اشخاص و چې له مختلفو احزابو و او د مختلفو افکارو خلک پکې راغلي وو. ځکه دلته چې دا نظام جوړ شوی هم و په مصلحت جوړ شوی و. نو هلته به چې کومه موضوع پېښېده نو هوکړه به ژر نه کېده. دوی چې به ولاړل نو خپلو منځو کې به مخالف وو.