دا په زړه پورې ده ۰
د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو له مخې پرون د تورخم له لارې د افغانانو د ایستلو په دوامداره لړۍ کې ۶۲۱ افغان کډوال هیواد ته را ستانه شوي.
کډوال؛ د تورخم له لارې پرون ۶۲۱ افغانان را ستانه شوي
د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو له مخې پرون د تورخم له لارې د افغانانو د ایستلو په دوامداره لړۍ کې ۶۲۱ افغان کډوال هیواد ته را ستانه شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې ډله کې ۲۲۸ تنه هغه افغانان دي چې قانوني اسناد لري، خو ۱۵۸ نور بیا هېڅ ډول د مېشتېدو قانوني اسناد نه لرل.

همداراز د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته چې له ملګرو ملتونو سره ثبت دي، د روان زېږدیز کال د جون تر پایه وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې تر یادې نېټې وروسته به د پي او ار کارت لرونکو پر وړاندې جدي اقدامات پیل شي او پولیس به هغوی په زور بېرته افغانستان ته واستوي.

چارواکو ټینګار کړی، چې دا ځل د افغانانو د اېستلو لپاره ټاکل شوې نېټه نه بدلېږي.

جمهورخبري آژآنس
 
https://jomhornews.com/vdcjtvev8uqeohz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته