دا په زړه پورې ده ۰
د جلال‌ آباد ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا ریاست، د مالیې وزارت، او یوه شخصي شرکت ترمنځ د سترې پانګونې پروژې تړون لاسلیک شوی، چې له مخې به یې د جلال‌ آباد ښار د تالاشۍ څلور لارې ته څېرمه د پخواني ګمرک په سیمه کې یو ۱۸ پوړیز عصري مارکېټ جوړ شي.
ننګرهار کې د ۶۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت سوداګریز مارکیټ جوړېږي
د جلال‌ آباد ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا ریاست، د مالیې وزارت، او یوه شخصي شرکت ترمنځ د سترې پانګونې پروژې تړون  لاسلیک شوی، چې له مخې به یې د جلال‌ آباد ښار د تالاشۍ څلور لارې ته څېرمه د پخواني ګمرک په سیمه کې یو ۱۸ پوړیز عصري مارکېټ جوړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جلال آباد ښاروالۍ لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مارکېټ د صلاح الدین ایوبي په نوم پر ۷۰۹۴.۱۶ متره مربع ځمکه، د ۶۵۵ میلیونه ۳۴۲ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.

خبرپاڼې کې زیاته شوې، د “صلاح‌الدین ایوبي” په نوم دغه مارکېټ به د موټرو پارکینګ، سوداګریز مرکز او استوګنیز اپارتمانونه ولري.

د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې یاده پروژه به د سوداګرۍ، استوګنې، او ښاري خدمتونو په برخه کې مهم بدلون راولي او د درېیو کلونو په موده کې به بشپړه شي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcjmvevhuqeohz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته