د پاکستان د ریل پټلۍ وزیر د روان کال د دسمبر تر ۳۱مې پورې د افغانستان له لارې ازبکستان ته د هیواد د ریل پټلۍ د پلان د وړاندې کولو اعلان وکړ.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د ریل پټلۍ وزیر حنیف عباسي نن چهارشنبه (د زمري ۲۲ مه) د هیواد د ملي شورا په پرانیستې غونډه کې وویل: د پاکستان څخه ازبکستان ته د افغانستان له لارې د ریل پټلۍ د لارې د امکان سنجونې مطالعه به د روان کال د دسمبر تر ۳۱مې پورې وړاندې شي.
هغه زیاته کړه: د پاکستان-ازبکستان د ریل پټلۍ لاره به ۱۰ ملیارد ډالر لګښت ولري او افغانستان به د ریل پټلۍ د لارې امنیت ډاډمن کړي.
هغه له دې ویلو ډډه وکړه چې د دې پروژې بودیجه به له کومه راځي.
د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د هیواد په بلوچستان ولایت کې د ګوادر بندري ښار فعال کړي ترڅو د منځنۍ آسیا هیوادونو ته د افغانستان له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ فعالیتونو لپاره ګرمو اوبو ته لاسرسی چمتو کړي.
جمهورخبري آژانس