۰

طالبانو د ځایی خلکو په همکارۍ د بامیان په خشک دره شهیدان کې غیرقانوني کیندنې زیاتې کړې دي

چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۳۸
د بامیان څخه سیمه ییزې سرچینې راپور ورکوي چې طالب چارواکو د ځینو ځایی خلکو په همکارۍ د بامیانو د خسک دره شهیدان په تاریخي سیمه کې خپل سري او پراخه کیندنې روانې دي، چې هدف یې قیمتي ډبرې او لرغوني اثار نامعلومو ځایونو ته استخراج او لیږدول دي.

د جمهور اژانس د خبر له مخې، خشک دره شهیدان، د بامیان یو له لرغونو او اثارو ډک ځایونو څخه دی، چې د خلکو په وینا، د غلغله ښار د پاچا لور پکې سنګ ساره شوې او د "سنګ کوبا" په نوم پیژندل کیږي.

د سرچینو په وینا، د قلات تاریخي ښار هم په ورته سیمه کې موقعیت لري او اوس مهال د کیندنې لاندې دی.

دوو خپلواکو سرچینو تایید کړې چې په بامیان کې د طالبانو د دربار یو شمیر ملایانو د ډلې د واکمنۍ په څلورو کلونو کې د لرغونو اثارو په قاچاق او پلور کې مستقیم رول لوبولی او غیر معمولي شتمني یې راټوله کړې ده.

له سیمې څخه خپاره شوي ځینې ویډیوګانې ښیي چې طالبان د خشک دره شهیدان کې د غلغله د تاریخي ښار یوه برخه ویجاړوي.

دې ډلې پخوا په نورو تاریخي سیمو لکه قریه داودي، ککرک، غلغله، عقاب بودا، دره چپدره، شهر بربر، پنجاب ولسوالۍ او د بامیان په څو نورو سیمو کې ورته کیندنې ترسره کړې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي