۰

د طالبانو پټ مشر د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزیر له دندې ګوښه کړ

دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۶:۰۴
د طالبانو پټ مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه له وزارت څخه ګوښه کړ او پر ځای یې شیر احمد حقاني وټاکه.
د طالبانو پټ مشر د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزیر له دندې ګوښه کړ
د طالبانو پټ مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه له وزارت څخه ګوښه کړ او پر ځای یې شیر احمد حقاني وټاکه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبې (د وږي۱۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ملا هیبت الله اخوندزاده د امر پر بنسټ، د دې ډلې غیر حاضر مشر، د لغمان پخوانی والي شیر احمد حقاني د اطلاعاتو او کلتور وزیر ټاکل شوی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د میدان وردګ ولایت د والي په توګه او د میدان وردګ پخوانی والي محمد بختیار معاذ د لغمان ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو پخوانی مرستیال ملا محمد حافظ مجاهد د فراه ولایت د والي په توګه وټاکل شو. د فراه ولایت پخوانی والي مولوي غوث الدین رهبر د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د مرستیال په توګه وټاکل شو. د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې پیاده لوا پخوانی قوماندان محمد نسیم عزت د جوزجان ولایت د مرستیال په توګه وټاکل شو. د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې پخوانی قوماندان شیرعلي جندالله د پکتیا ولایت د پولیسو قوماندان په توګه وټاکل شو. د ۲۰۹ الفتح قول اردو د لومړۍ پیاده لوا پخوانی قوماندان ملا عبدالشکور بریالی د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې پیاده لوا د قوماندان په توګه وټاکل شو. د جوزجان ولایت پخوانی مرستیال نورالدین د ۲۰۹ الفتح قول اردو د لومړۍ پیاده لوا د قوماندان په توګه وټاکل شو، او د پکتیا ولایت پخوانی امنیه قوماندان محمد عمر مخلص د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې د قوماندان په توګه وټاکل شو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي