په قزاقستان کې د طالبانو سفارت په هغه هیواد کې میشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د ویش د پروسې د پیل اعلان وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قزاقستان کې د طالبانو سفارت نن پنشنبې (د وږي ۱۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې په هغه هیواد کې میشتو افغانانو ته یې د پاسپورټونو د ویش پروسه پیل کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پروسه په آستانه کې د دوی د شارژدافیر محمد الرحمن لخوا د لومړي پاسپورټ په صادرولو سره پیل شوه.
طالبانو ویلي چې په قزاقستان کې د هیواد اتباع اوس کولی شي د نوي پاسپورټ ترلاسه کولو یا نوي کولو لپاره په آستانه کې د افغانستان سفارت ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو دمخه په څو نورو هیوادونو کې افغان اتباعو ته د پاسپورټونو د ویش پروسه پیل کړې وه.
جمهورخبري آژانس