۰

د زلزلې ټکانونه دوام لري، د افغانستان ختیځ ولایتونه یې بیا ولړزول

پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۴۷
د هېواد د ختیځو ولایتونو اوسېدونکو په خپلو سیمو کې د زلزلې د ټکانونو او یو ځل بیا ځمکلړزې خبر ورکړی دی.
د زلزلې ټکانونه دوام لري، د افغانستان ختیځ ولایتونه یې بیا ولړزول
د هېواد د ختیځو ولایتونو اوسېدونکو په خپلو سیمو کې د زلزلې د ټکانونو او یو ځل بیا ځمکلړزې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د هیواد د ختیځو ولایتونو اوسیدونکو نن پنشنبې (د وږي ۱۳مه) وویل چې دوی نن سهار شاوخوا لس بجې د دوی په سیمو کې یوه بله زلزله وشوه.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې هم اعلان وکړ چې د افغانستان ختیځ یو ځل بیا د ۴.۷ درجې زلزلې ولړزاوه.

د نن ورځې د زلزلې مرکز د جلال آباد په ښار کې د ځمکې په ۱۳ کیلومترۍ کې ژور بلل شوی دی.

د دې زلزلې له امله تر اوسه د مرګ ژوبلې یا ملکیت د زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي