۰

د ورېښمو پل لاره د یوې اونۍ بندیدو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

یکشنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۵۴
په نیمروز ولایت کې ځایي طالبانو د یوې اونۍ بندیدو وروسته د ورېښمو پل لاره د بیا پرانیستلو اعلان وکړ.
د ورېښمو پل لاره د یوې اونۍ بندیدو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه
په نیمروز ولایت کې ځایي طالبانو د یوې اونۍ بندیدو وروسته د ورېښمو پل لاره د بیا پرانیستلو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نیمروز ولایت د طالبانو د والي د رسنیو دفتر نن یکشنبې (د وږي ۱۶ مه) په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ورېښمو پل د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوی دی.

په بیان کې ویل شوي چې دا لاره د یوې اونۍ لپاره د ایران لخوا تړل شوې وه، خو د نیمروز د ځایي طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ له خبرو اترو وروسته، اوس د هر ډول سفر لپاره خلاصه ده.

هغه وویل چې د نیمروز چارواکي د ایراني چارواکو سره د همغږۍ، د سرحدي ستونزو د حل او د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره جدي هڅې کوي.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي