۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله:

د افغانستان ستونزه په جګړه نه حل کېږي، باید د سولې خبرې وشي

یکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۰۹
د جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، د امریکا د ولسمشر د څرګندونو خلاف ویلي، چې افغان جګړې ته باید د خبرو او مذاکراتو له لارې د پای ټکی کېښودل شي.
د افغانستان ستونزه په جګړه نه حل کېږي، باید د سولې خبرې وشي
د جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، د امریکا د ولسمشر د څرګندونو خلاف ویلي، چې افغان جګړې ته باید د خبرو او مذاکراتو له لارې د پای ټکی کېښودل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم په کابل کې تر وروستیو خونړیو بریدونو وروسته چې مسؤولیت یې طالبانو ومانه د امریکا ولسمش و ویل، چې امریکا له طالبانو سره خبرې نه کوي ځکه دغه ډله له توپیر پرته بې ګنا ولسي وګړي وژني.

خو د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله آلیس ویلز وایي، د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري او باید د خبرو له لارې په افغانستان کې سوله راشي.

سره له دې چې نوړې ویلي په افغانستان کې سوله له خبرو پرته بله لار نه لري، خو ټینګار یې کړی، چې پر وسله والو ډلو به د واشنګټن فشارونه دوام وکړي او د افغان ځواکونو ملاتړ به وکړي.

په ورته وخت کې ویلز وايي، د جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ تګلاره بیا هم پاکستان ته یو فرصت په لاس ورکوي چې ترې په ګټه اخیستنې د ترهګرۍ ضد صادقانه مبارزه وکړي.

نوموړې د ټرمپ لخوا پر پاکستان د نظامي مرستو بندیدا ته په اشارې وویل، د ټرمپ دا پرېکړه پاکستان ته د خطر یو زنګ وو خو هغوی لا هم په دې برخه کې له امریکا او متحدینو سره یې مرسته نه ده کړې.

د جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د پاکستان دې کار واشنګټن ډیر نا هیلی کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي