۰
د پاکستان دفاع وزیر:

له روسیې سره مو د اړیکو د پراختیا له پاره منظم پلاونونه جوړ کړي دي

شنبی ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۸
پاکستان وايي، د اسلام آباد او مسکو تر منځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي او پاکستان غواړي له روسیې سره خپلې اړیکې نورې هم ټینګې او پراخ کړي.
له روسیې سره مو د اړیکو د پراختیا له پاره منظم پلاونونه جوړ کړي دي
پاکستان وايي، د اسلام آباد او مسکو تر منځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي او پاکستان غواړي له روسیې سره خپلې اړیکې نورې هم ټینګې او پراخ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر مسکو ته په یوه سفر تللی او له روسي چارواکو سره یې خبرې اترې کړې دي.

نوموړي مسکو کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د اسلام آباد او مسکو تر منځ اړیکې مخ پر پراخېدو دي او پاکستان هڅه کوي، دغه اړیکې نورې هم پیاوړې او باوري کړي.

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې، چې د پاکستان او اسلام آباد تر منځ اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او اسلام آباد له مسکو سره د اړیکو د پراختیا له پاره منظم پلاونونه جوړ کړي دي.

ویل کېږي، چې دستګیر له روسي چارواکو سره د دواړو هېوادونو د نظامي صنایعو، سوداګرۍ او نورو مواردو په اړه خبرې کړې دي.

باید و ویل شي، د روسیې او اسلام آباد اړیکې تر هغې وروسته سره پراخه او ټینګې شوې، چې له یوې امریکا پر پاکستان فشارونه زیات کړل او له بلې خوا د امریکا او روسیې تر منځ هم اړیکې ترینلګې شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي