سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په پروان ولایت کې پر یوه پخواني جهادي قوماندان ډزې کړې او وژلی یې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د وري ۲۱ مه د پروان د سیدخیل ولسوالۍ د رسول داد خیلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرایمو پر وړاندې د مبارزې مدیر فرهاد هاشمي وايي، وژل شوی جهادي قوماندان محمد آصف نومېږي.
د هغه په وینا محمد آصف چې سیدخیل ولسوالۍ پخواني امنیه او جهادي قوماندان و، په یاده سیمه کې هغه مهال چې د کور خوا ته روان و د نامعلومه وسله والو په کمین کې وژل شوی دی.
د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې د مدیر په خبره محمد آصف دا مهال د کورنیو چارو وزارت یو برحاله افسر وو.
نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه د هغه د وژنې لامل نه دی څرګند شوی خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.
تر اوسه چا د دغه پېښې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:پروان