۰

پروان کې یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی

چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په پروان ولایت کې پر یوه پخواني جهادي قوماندان ډزې کړې او وژلی یې دي.
پروان کې یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په پروان ولایت کې پر یوه پخواني جهادي قوماندان ډزې کړې او وژلی یې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د وري ۲۱ مه د پروان د سیدخیل ولسوالۍ د رسول داد خیلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرایمو پر وړاندې د مبارزې مدیر فرهاد هاشمي وايي، وژل شوی جهادي قوماندان محمد آصف نومېږي.

د هغه په وینا محمد آصف چې سیدخیل ولسوالۍ پخواني امنیه او جهادي قوماندان و، په یاده سیمه کې هغه مهال چې د کور خوا ته روان و د نامعلومه وسله والو په کمین کې وژل شوی دی.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې د مدیر په خبره محمد آصف دا مهال د کورنیو چارو وزارت یو برحاله افسر وو.

نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه د هغه د وژنې لامل نه دی څرګند شوی خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه چا د دغه پېښې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي