۰
ولسمشرغني:

د هېواد د ثبات له پاره اړتیا ده، چې د صادراتو کچه لوړه کړو

شنبی ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په داسې حال کې، چې په کور د ننه ۸۰ سلنه واردات تولیدای شي خو بیا هم د وارداتو کچه د صادراتو په پرتله ۱۲ سلنه لوړه ده.
د هېواد د ثبات له پاره اړتیا ده، چې د صادراتو کچه لوړه کړو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په داسې حال کې، چې په کور د ننه ۸۰ سلنه واردات تولیدای شي خو بیا هم د وارداتو کچه د صادراتو په پرتله ۱۲ سلنه لوړه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن شنبې د ثور لومړۍ نېټه کابل کې د سوداګریزو آتشو او د تدارکاتو د نویو کارکونکو د معرفي کولو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمیسیون د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې و ویل، چې د افغانستان د وارداتو لږ تر لږه اتیا فیصده په کور دننه تولیدیدلی شي، خو بیا هم د دغه هیواد واردات د صادراتو په پرتله دولس برابره لوړ دي.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې د یو هېواد ثبات د هغه د صادراتو د کچې پورې تړلی دی او په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره باید د دغه هیواد د صادراتو کچه لوړه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو کلونو کې د تولید پر سر په بنیادي ډول فکر نه دی شوی او همدا لامل دی، چې نن مو ۴۰ سلنه خلک تر فقر لاندې ژوند کوي او یو په درېیمه برخه خلک مو د شپې په لوږه ویده کېږي.

ولسمشر غني وویل «موږ ځای ناستی تولید لرو، خو په تیرو کلونو کې د تولید پر سر په بنیادي ډول فکر نه دی شوی او خبیثه کړۍ هغه مهال ماتیدلی شي، چې زموږ د وارداتو او صادراتو بیلانس لومړی په مثبت ډول د صادراتو په لور لاړ شي او بیا زیات شي.»

افغان ولسمشر د خلکو په اقتصادي ژوند کې د مثبت بدلون پر راوستلو ترڅنګ و ویل، د افغانانو ژوند هغه مهال مثبت بدلون مومي، چې د بازار په مدیریت کې اساسي بدلونونه راوستل شي.

ښاغلي غني وویل«ټولنې ښکاره اړتیا همدا ده چې ښکاره اهداف وټاکي، چې په هر مالي کال کې څومره خپل واردات کموي او څومره خپل صادرات زیاتوي.»

دغه راز ولسمشر د آزادو سیالیو له لارې د نویو سوداګریزو آتشو ګومارل مهمه لاس ته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، هغه ادارې د اصلاح وړ نه دي، چې په کې د استخدام پروسه د اړیکو پر بنسټ ترسره شوې وي.

هغه له سوداګریزو آتشو وغوښتل، چې د افغانستان د سوداګرۍ د ودې لپاره په دې برخه کې شته خنډونه او فُرصتونه په اساسي ډول وڅېړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي