۰

د فلسطینیانو د دفاع لپاره د یو نړیوال ځواک د جوړېدو غوښتنه وشوه

شنبی ۲۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۱
ترکيه کې د اسلامي هېوادونو مشرانو د فلسطينيانو د دفاع لپاره د يوه نړيوال ځانګړي ځواک د جوړېدو او په سيمه کې يې د ځاى پر ځاى کېدو غږ کړى چې فلسطينيان خوندي وساتي.
د فلسطینیانو د دفاع لپاره د یو نړیوال ځواک د جوړېدو غوښتنه وشوه
ترکيه کې د اسلامي هېوادونو مشرانو د فلسطينيانو د دفاع لپاره د يوه نړيوال ځانګړي ځواک د جوړېدو او په سيمه کې يې د ځاى پر ځاى کېدو غږ کړى چې فلسطينيان خوندي وساتي.

د سرمشريزې ګډونوالو د يوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطيني ولسي وګړو وژنه په لوى لاس تر سره شوي قتلونه وبلل او ویې ویل، چې فلسطينيان نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی د داسې يوه ځانګړي ځواک د جوړېدو او په سيمه کې يې د ځاى پر ځاى کېدو غږ کړى چې فلسطينيان خوندي وساتي.

په ورته وخت د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې دغې غونډې ته يې وينا کوله غزه کې د فلسطينيانو پر وړاندې د اسراييلو چلند د نازيانو هغه ته ورته وباله.

نوموړي د اسراییلو حکومت ترهګر وباله او زیاته یې کړه، امریکا په امنیت شورا کې په ویټو سره د اسراییلو ضد د هر ډول پرېکړه لیک مخه نیسي، خو دا مسله به د ملګرو ملتونو عمومي جرګه کې تعقیب شي.

د اسلامي هيوادونو د همکارۍ ټولنې اسراييل تورن کړل چې د دوشنبې په ورځ يې په لوى لاس لږترلږه ٦٠ فلسطيني لاریون کوونکي وژلي دي.

د یادې ټولنې بېړنۍ غونډه په استانبول کې وروسته له هغه جوړه شوه چې تېره دوشنبه ٦٠ فلسطيني احتجاجيان په غزه کې له اسراييلو سره پولې ته نژدې د اسراييلي ځواکونو په ډزو و وژل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي