راپورونه وایي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د دندې نه لرې کړای شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ یوې سرچینې رسنیو ته د ښاغلي مراد د لرې کېدو پخلی کړی دی او ویلي یې دي، چې د هغه پر ځای اختر ابراهیمي، چې د ولسمشر ماڼۍ د ساتنې قوماندان و، ټاکل شوی دی.
د جنرال مراد د لرې کېدو اصلي لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی خو میاشت وړاندې کورنیو رسنیو راپور ورکړی و، چې د کابل په لویدیځ کې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې په یوه مرکز تر برید وروسته چې ۷۰ تنه په کې و وژل شول، ولسمشر تصمیم نیولی، چې مراد له دندې لرې کړي.
باید و ویل شي، چې جنرال مراد علي مراد تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت کې هم په لوړو څوکیو کار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل