د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې په تاکنو کې تر ټولو مخکښ او دغه ټاکنې یې ګټلې ویلي، چې امریکايي ځواکونه باید له افغانستانه و وځي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان کې چې پرون جمعه د زمري ۵ مه یې خپلو پلویانو ته وینا کوله و ویل، چې په سیمه کې د امریکایي ځواکونو شتون ځینې ستونزې زېږولې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې له امریکا سره به د شریکو ګټو او ښې ملګرتیا لپاره اړیکې جوړوي، خو دغه هېواد دې له افغانستان خپل سرتېري وباسي، ځکه د دوی حضور په سیمه کې د ځينو ستونزو لامل ګرځېدلی دی.
عمران خان په پاکستان کې د پراخو اقتصادي او سوداګریزو اصلاحاتو ژمنه هم کړې ده او وايي چې میلیونونه وګړو ته به د اصلاحاتو له لارې د کار او ښه ژوند زمینه برابره کړي.
د تحریک انصاف ګوند مشر ویلي، چې حکومتولي به اصلاح کړي، ستونزې به له منځه یوسي، د ترهګرۍ ضد مبارزه به ګړندۍ کړي او د سیمې له هېوادونو سره به قوي اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري.
باید و ویل شي، چې د پاکستان پارلماني او ایالتي څوکیو له پاره ټاکنې د تېرې پنشنبې د زمري ۴ مه باندې تر سره شوې، چې په کې عمران خان د ۱۱۸ څوکیو په ګټلو سره تر ټولو ګوندونو مخکښ او د صدارت د څوکۍ له پاره ۲۷ نور څوکیو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس:کابل