۰
د برېتانیا دفاع وزیر:

داعش په افغانستان او برېتانیا کې یو له بل سره اړیکې لري

سی شنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۳
د برېتانیا دفاع وزیر چې افغانستان ته په یوه سفر راغلی و، ویلي، چې په افغانستان او برېتانیا کې داعشیان یو له بل سره اړیکې لري.
داعش په افغانستان او برېتانیا کې یو له بل سره اړیکې لري
د برېتانیا دفاع وزیر چې افغانستان ته په یوه سفر راغلی و، ویلي، چې په افغانستان او برېتانیا کې داعشیان یو له بل سره اړیکې لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  ګیوین ویلیامسن په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش او نورو ترهګرو ډلو د بریتانیا او د ټولې اروپا لپاره خطر پېښ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، په دې اړه کره شواهد موجود دي چې اروپا ته له افغانستانه دېره ترهګرو واقعي خطر متوجه کړی دی.

هغه ویلي«موږ لیدلي هغه ترهګرې ډلې چې دلته په افغانستان کې فعالیت کوي، د شواهدو له مخې دوی نه یوازې په بریتانیا بلکه د اروپا په ټوله وچه کې ارتباطات ټینګ کړي دي.»

د بریتانیا د دفاع وزیر بریتانیا او نورې اروپاته له افغانستانه د داعش او نورو ترهګرو ډلو د خطرخبرداری په داسې حال کې ورکوي چې د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د داعش ډلې مشر تیره اونۍ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د امریکا په هوایي برید کې وژل شوی دی.

له دې سره تر څنګ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مخکني عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن او نوي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او نور به هم وځپل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي