۰

طالبانو بیا د پکتیا پر جاني خېلو ولسوالۍ برید کړی

سی شنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو یو ځل بیا د پکتیا پر جاني خېلو ولسوالۍ برید کړی، چې برید یې پر شاه تمبول شوی خو طالبانو وايي، ولسوالي یې نیولې ده.
طالبانو بیا د پکتیا پر جاني خېلو ولسوالۍ برید کړی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو یو ځل بیا د پکتیا پر جاني خېلو ولسوالۍ برید کړی، چې برید یې پر شاه تمبول شوی خو طالبانو وايي، ولسوالي یې نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وايي، طالبانو تېره شپه پر جاني خېلو ولسوالۍ بریدونه پیل کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان د افغان ځواکونو ترسخت مقاومت وروسته پر شاتمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د هغه په وینا په جګړه کې ۲۰ وسله وال طالبان او څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي او طالبان پر شاتمبول شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر جاني خيلو د برید پخلی او ادعا کوي، چې دغه ولسوالي یې نیولې ده.

مجاهد وايي، په جګړه کې ۳۰ پولیس وژل شوي او د ولسوالۍ زیات وسایل د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
خو امنیتي چارواکي د طالبانو دغه ادعا نه مني.

دا په تېرو دریو کلونو کې درېیم ځل دی، چې طالبانو پر جاني خېلو ولسوالۍ ډلیز بریدونه کوي، چې دوه ځلې یې دغه ولسوالي نیولې هم ده.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي