۰

ارګ: ډېر ژر به د خوست صنعتي پارک جوړ شي

شنبی ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۸
ولسمشر محمد اشرف غني د خوست ولایت له یو شمېر مشرانو سره خبرو کې ویلي، حکومت د خوست د صنعتي پارک جوړېدو ته چمتو دی.
ارګ: ډېر ژر به د خوست صنعتي پارک جوړ شي
ولسمشر محمد اشرف غني د خوست ولایت له یو شمېر مشرانو سره خبرو کې ویلي، حکومت د خوست د صنعتي پارک جوړېدو ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر د خوست ولایت له یو شمېر مشرانو او قومي مخورو سره کتنه کې دغه څرګندونې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر د خوست له مشرانو د خوست صعنتي پارک په اړه مفصلې خبرې درلودې او ویلی یې دي، چې د مالي وزارت به د خوست د صنعتي پارک د جوړولو لګښت ورکړي او په نږدې راتلونکي کې به برېښنا هم ورسېږي.

د خوست سوداګرو او اوسېدونکو بیا ولسشمر غني ته په هغه ولایت کې د صنعتي پارک د ځمکو له غصب څخه شکایت کړی او په دې برخه کې يي د حکومت پر پاملرنې ټينګار کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي