۰

روسیې، سوریې ته د s-300 دفاعي سیسټم ورکول پیل کړي دي

یکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۲
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو سوریې ته د s-300 ډوله دفاعي راکټي سیسټم ورکول پیل کړي دي.
روسیې، سوریې ته د s-300 دفاعي سیسټم ورکول پیل کړي دي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو سوریې ته د s-300 ډوله دفاعي راکټي سیسټم ورکول پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف دغه څرګندونې پرون شنبې د تلې ۷ مه ناوخت مهال د ملګرو ملتونو په مقر ک د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، د روسیې د پوځي الوتکې تر سقوط وروسته، د روسیې د ولسمشر ولادیمیز پوتین په سپارښتنه یې د دغو راکټونو د ورکولو بهیر پیل کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې دا تدابیر په سوریه کې د روسي سرتېرو د بشپړ خوندیتوب لپاره نیول شوي دي.

باید و ویل شي، چې وړاندې په دې اړه د امریکا او اسراییلو غږونه هم راپورته شوي وو، واشنګټن او اسراییل د دغه اقدام په اړه مسکو ته خبرداری ورکړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي