۰

میدان وردګو کې ۳۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
ملي دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د افغان پوځ په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د ۳۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
میدان وردګو کې ۳۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د افغان پوځ په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د ۳۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د لړم ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان پوځ په میدان ښار او د وردګو په سید آباد ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد چاڼیز عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په سیدآباد ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرباڼه زیاتوي، چې په میدان ښار کې بیا د هوایي بریدونو پر مهال درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه عرادې موټر سایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت ملي دفاع وزارت د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې هم د هوايي برید پر مهال د ۵ وسله والو د وژل کېدو او د هغوی د دوه موټرو د لمنځه وړلو ویلي دي.

خبرپاڼه وایي، د هلمند په ناوې او سنګین کې هم د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳ وسله وال وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او درې مرکزونه یې له منځه وړل شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي