۰

طالبان وايي، د موقتې ادارې د رامنځ ته کولو غوښتنه یې نه ده کړې

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۵
وسله والو طالبانو هغه راپورونه رد کړي، چې ګنې د دې ډلې استازو له امریکايي چارواکو سره خبرو کې په افغانستان کې د موقتې ادارې په جوړولو هوکړه کړې.
طالبان وايي، د موقتې ادارې د رامنځ ته کولو غوښتنه یې نه ده کړې
وسله والو طالبانو هغه راپورونه رد کړي، چې ګنې د دې ډلې استازو له امریکايي چارواکو سره خبرو کې په افغانستان کې د موقتې ادارې په جوړولو هوکړه کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون طالبانو ته ځینو نېږدې سرچینو و ویل، چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي قطر کې له طالب استازو سره په دوهم ځلي کتنه کې د موقتې ادارې په رامنځ ته کولو هوکړه کړې ده.

سرچینو ویلي زلمي خلیلزاد طالبانو ته د موقتې ادارې د رامنځ ته کېدو وړاندیز کړی او له هغوی یې غوښتي، چې په موقته اداره کې د خپلو استازو نوملړ امریکا ته وسپارلي.

خو وسله والو طالبانو نن دوشنبې د لړم ۲۸ مه د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره دا خبرې رد کړې او ویلي یې دي، چې د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو مسئله یې له امریکايي پلاوي سره نه ده یاده کړې.

طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي، چې د قطر دفتر استازو له زلمي خلیلزاد سره کتلي او د بېلا بېلو مسایلو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

به خبرپانه کې ویل شوي، چې طالبان له امریکا سره په دې خبرو کې کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي او دا خبرې ډېرې ابتدایي وې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په رسنیو کې چې د موقت حکومت په اړه کوم راپورونه خپرېږي ناسم دي او دوی له امریکا سره په دې ډول مسایلو خبرې نه دي کړې.

طالبانو په دې اعلامیه کې زیاته کړې، چې د افغانستان د روانې ستونزې سیاسي حل ته ژمن دي او د امریکايي ځواکونو وتل یې موخه ده.

په خبرپانه کې ټینګار شوی چې د طالبانو یوه مهمه غوښتنه په افغانستان کې د اسلامي حکومت جوړل او د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي