په داسې کال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه د ۲۹ ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، خو د کابل لا هم نه دي اعلان شوې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس څو ورځې وړاندې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د کابل ولایت د ټاکنو لومړۍ پایلې د همدې روانې اوونۍ تر نن پنشنبې پای پورې اعلان کړي.
خو اوس د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي جمهور خبري آزانس ته وویل، چې د کابل د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان بیا هم ځنډول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، که څه د رایو بیا شمېرلو پروسه هم بشپړه شوې خو لا هم ځینې ستونزې شته او د ټاکنو د د فورمونو په اړه مرکز ته معلومات د لېږد په حال کې دي، چې راتلونکې اوونۍ به لومړنۍ پایلې ښايي اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل د پایلو نه اعلان د ګڼو بنسټونو او سیاسیون سره اندېښنې راپورته کړې او د ټاکنو کمېسیون یې پر معاملو تورن کړی دی.
د افغانستان د ټاکنو د روڼتیا د څار بنسټ یا تیفا ادعا کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپله خپلواکي او د خلکو د رایې ساتنې پروسه نقض کړې او سیاسي لوبې یې پیل کړې دي.
د دغه بنسټ چارواکي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د لومړنیو پایلو د علام په برخه کې سیاسي مصلحتونه په پام کې نیسي او د همغو پر بنسټ یې دا پروسه مخ ته وړې ده.
یاد بنسټ زیاتوي تر کومه چې دوی په ګڼو محلونونو کې د ټاکنو او رایو د شمېر پروسه څارلې تر ډېره په کې ښکاري، دغه کمېسون بې پرېتوب نه دی کړی او د خلکو له پاکو رایو یې ساتنه نه ده کړې.
د تیفا ویاندې صغرا سعادات
جمهور خبري آژانس سره په یوه مرکه کې و ویل، د رایو هغه فورمونه چې د رایې شمېر له محلونو ورکړل شوی او هغه لومړنۍ پایلې چې کمېسیون اعلان کړې زیات توپیر لري.
نوموړې وویل«کمېسیون د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې خپل بې پرېتوب تر پښو لاندې کړ، عملآ سیاسي لوبو ته داخل شو او ځانګړي کسان یې په دې پروسه کې بریالي اعلان کړل.»
د هغې په وینا دا چې د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د شکایتونو د ثبت زمینه برابرېږي نو د ټاکنو د شکایاتو له کمېسیون څخه د دوی جدي غوښتنه دا ده، چې په جدیت پلټنې وکړي، د خلکو شکایتونه ورازوي او د خلکو له پاکو رایو ساتنه وکړي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض