د افغان طالبانو یوې سرچینې ویلي، چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره یې روانه اونۍ اعلان شوې لیدنه لغوه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د افغان طالبانو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته کړې او ویلي یې دي، چې له قطر دفتر نه د دوی ډله پاکستان ته له عمران خان سره د لیدو لپاره هېڅ پلان نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه، د طالبانو د قطر دفتر پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه سبا دوشنبې د سلواغې ۲۹ مه اسلام آباد ته ولاړ شي او هلته له عمران خان او زلمي خلیلزاد سره وګوري.
طالبانو هم وړاندې په یوه خبرپاڼه کې پاکستان ته د قطر دفتر د پلاوي د تګ او له عمران خان سره د لیدنې پخلی کړی و.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، د سولې خبرو لپاره د دوی د مذاکراتي ټیم غړي به راتلونکې اونۍ د پاکستان په رسمي غوښتنه دې هېواد ته سفر کوي او هلته به دوشنبه (فبرورۍ ۱۸مه) نېټه د امریکا حکومت له مذاکراتي ډلې سره د سولې خبرو لړ کې ناسته کوي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي وو، چې دغه ډله به د همدې سفر په ترڅ کې له لومړي وزیر عمران خان سره هم
ګوري او ورسره به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو خبرې کوي.
طالبان پر داسې مهال له عمران خان سره د خپل پلاوی د لغوه کېدو خبر ورکوي، چې افغان حکومت هم پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی وو.
د افغان حکومت په دغه لیک کې ویل شوي، پاکستان ته د طالب استازو د اعلان شوي احتمالي سفر په اړه له افغان حکومت سره هېڅ ډول سلا مشوره نه ده شوې او له طالبانو سره د پاکستاني چارواکو لیدنه به د دې ډلې په رسمیت پېژندنې په مانا وي.
په لیک کې راغلي، طالبان د افغانستان سوله او ثبات ګواښي، او پاکستان ته د تلونکي طالب پلاوي ۹ غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ځانګړي لېست کې دي.
افغان حکومت په دې لیک کې پاکستان ته د طالبانو د اعلان شوي سفر په اړه ویلي، چې دغه ډول راپورونو افغانان اندېښمن کړي دي.
په لیک کې د پاکستان پر حکومت هم غږ شوی چې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد پرېکنده عمل وکړي چې د افغانستان، پاکستان او ټولې سیمې امنیت ګواښي.
جمهورخبري آژانس:کابل