وسله والو طالبانو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال جوزف ووټل ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي ځینې امریکايي جنرالان د خپلو ګټو په خاطر افغان جګړه اوږدول غواړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال ووټل دوه ورځې وړاندې کابل ته د سفر په ترڅ کې له سي اېن اېن تلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي و، چې په افغانستان کې داعش د امریکا لپاره لوی ګواښ دی او پر امریکا د برید توان لري.
نوموړي زیاته کړې وه « امریکا باور لري، داعش په ټولنیزو رسنیو دا معلومات راټولوي چې په راتلونکې کې په امریکا د یو ممکنه برید لپاره د چا نه ګټه پورته کولی شي، دوی د افغانستان نه په امریکا د برید وړتیا لرلو ته نژدی شوي دي.»
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د داعش د ډلې فعالیتونو ته مکمل توجه ته ضرورت دی.
خو طالبانو په یوه خبرباڼه کې د جنرال ووټل دغه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، امریکا د داعش دا ډول لوی ښودل او بیا په تبلیغاتي برخه کې ترې استفاده کولو سره غواړی په افغانستان کې د خپل حضور اوږدېدو ته زمینه برابره کړي.
د دوی په وینا له دغه کاره د امریکا بله موخه دا ده، چې د سیمې هېوادونو ته اندېښنې پیدا کړي او هغه امریکايي ولس و وېروي، چې په افغانستان کې د امریکا له شتون سره مخالف دي.
طالبان وايي، د افغانستان له خاورې څخه هیچاته هم خطر او ګواښ متوجه نه دی او نه هم افغان اولس داسې څه کولو ته اجازه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل