سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو هرات ولایت کې د هزاره قوم یو مشر په ډزو وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وژل شوی قومي مشر علي جمعه محبي نومېږي او په تېرو پارلماني ټاکنو کې نوماند هم وو.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده وايي، علي جمعه محبي پرون یکشنبې ماښام د هرات ښار په مناره سیمه کې وژل شوی دی.
د هغه په وینا محبي د کور په لور روان و، چې په یاده سیمه کې دوه تنه پر موټرسایکل سپورو ناپېژانده وسله والو پرې ډزې کړې دي.
ترا وسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هرات