د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم تاییدوي، چې په دې وروستیو کې د داعش فعالیت زیات شوی خو وایي، د ځپلو لپاره یې امنیتي تدابیر تر لاسه لاندې نیول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن پنشنبې د غبرګولي دوهمه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وکړې.
نوموړي و ویل، چې د داعش فعالیت زیات شوی او دغه ډله دا مهال په فاریاب، جوزجان، ننګرهار او کونړ ولایت کې فعال دي.
د هغه په وینا داعش یو ګواښ ګڼل کېږي خو د دغه ترهګرۍ ډلې سره د مبارزې لپاره افغان امنیتي او دفاعي ادارې جدي تدابیر تر لاس لاندې لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له هغې وروسته د داعش د فعالیت زیاتېدو پخلی کوي، چې څو ورځې وړاندې یوه لوړ پوړي روسي چارواکي هم د دغه ډلې د فعالیت د زیاتېدو خبرداری ورکړی وو.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو رییس الکساندر بورتنیکوف ادعا کړې، چې د افغانستان په شمال کې د ګډو ګټو د خپلواکه هېوادو په پولو د ترهګرو ډلو کابو ۵ زره غړي راټول شوي دي.
نوموړي ویلي، د داعش د خراسان څانګې له وړاندې څخه دې سیمو ته نژدې ۵۰ زره غړي استولي دي او د دغو کسانو لویه برخه د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو هغه اتباع دي چې په سوریه کې جنګېدلي دي.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم په افغان خاوره کې د داعش د فعالیت د زیاتېدو پخلی کړی وو.
جنرال مېلر سه شنبې د غوايي ۳۱ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د داعش د فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل داعش، افغانستان، سیمې او نړۍ ته یو خطرناک سازمان دی، چې باید له نېږدې وڅارل شي او وځپل شي.
د بهرنیو ځواکونو قوماندان وايي، القاعده شبکه هم د نړۍ لپاره خطرناکه ډله بللې او وايي، څه چې اوس مهال د داعش او القاعده لیدل کېږي، د دوی د تګلارې څرنګوالی او توانمندۍ ده، چې په راتلونکي کې څه پلان لري.
جمهورخبري آژانس:کابل