کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د نشه يي توکو هغه لوی قاچاقبر نیولي، چې د کابل ښار لپاره د نشه يي توکو اصلي برابرونکی وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه قاچاقبر میر آجان نومېږي.
وزارت د نوموړي د هویت په اړه نور جزیات نه دی ورکړي، خو وایي، دغه کس د کابل لپاره د نشه يي توکو له لومړۍ درجه برابروونکو څخه وو.
سرچینه زیاتوي، چې میرآجان تېره شپه د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې د پولیسو له خوا په کابل ښار کې ونیول شو.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم په کابل ښار کې د نشه يي توکو دوه عمده پلورونکي د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل