۰

کمانډو ځواکونو لوګر کې د طالبانو ۱۰۰ میله وسلې نیولې دي

سی شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۴
ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو لوګر ولایت کې د طالبانو ضد شپني عملیات کړي او کابو ۱۰۰ میله ډول ډول وسلې یې تر لاسه کړې دي.
کمانډو ځواکونو لوګر کې د طالبانو ۱۰۰ میله وسلې نیولې دي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو لوګر ولایت کې د طالبانو ضد شپني عملیات کړي او کابو ۱۰۰ میله ډول ډول وسلې یې تر لاسه کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د چنګاښ ۲۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، کمانډو ځواکونو تېره شپه د لوګر د خروار ولسوالۍ په اړوند سیمه کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو اړوند ۱۰۰ میله ډول ډول وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او درې طالبان یې ژوندي نیولي دي.

خبرپاڼه وايي، په تر لاسه شویو وسلو کې ۸۳ میله کلاشینکوفونه، ۷ میله تومانچې، او څه باندې ۱۰۰۰ مرمۍ شاملې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي