۰

د امریکا دفاع وزارت: طالبان یوه نه بلکې څو ډلې دي

پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۷
د امریکا دفاع وزارت وايي، طالبان یوه ډله نه ده بلکې، له مختلفو ایډیالوژیو، فکري زاویو او اهدافو سره په یوه ډله کې راټولې شوې څو ډلې خلک دي.
د امریکا دفاع وزارت: طالبان یوه نه بلکې څو ډلې دي
د امریکا دفاع وزارت وايي، طالبان یوه ډله نه ده بلکې، له مختلفو ایډیالوژیو، فکري زاویو او اهدافو سره په یوه ډله کې راټولې شوې څو ډلې خلک دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پنټاګون په خپل تازه راپور کې ویلي، یو شمېر طالبان غواړي له افغان حکومت سره کار وکړي، خو ځینې بیا افغان حکومت سره حتی خبرې کول هم نه غواړي او په دې تړاو راډیکال دریځ لري.

سرچینه زیاتوي، طالبانو کې ځینې داسې خلک شته چې پرته له قید و شرط څخه په سمدستي ډول د امریکایانو وتل له افغانستانه غواړي.

خو ځینې یې بیا وايي، امریکا باید د مهالوېش له مخې او شرایطو ته په پام کرار کرار خپل سرتېري له افغانستانه وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې  د امریکا د پوځ عمومي قوماندان جنرال ډانفورډ چې دا مهال کابل کې دی، ویلي، دوی به د طالبانو پر ضد جګړه کې افغان حکومت سره په ګډه خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

دی وایي، سره له دې چې افغانستان کې د سولې خبرې روانې دي، خو د بهرنیو ځواکونو په ماموریت کې کوم تغیر تر اوسه نه دی راغلی او افغان ځواکونه طالبانو سره جګړه کوي او دا ورفهموي چې تاسې جګړه نه شئ ګټلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي