۰

ناټو: له سولې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوو

پنجشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۲
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، دوی به له طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ناټو: له سولې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوو
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، دوی به له طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کي دا هم ویلي، چې د سولې تر تړون وروسته به ناټو ځواکونه په افغانستان کې وي.

د هغه په وینا ناټو باوري ده، چې د ترهګرۍ تر ختمېدو او ثبات پورې یې باید ځواکونه په افغانستان کې وي او د افغان ځواکونو ملاتړ باید وکړي.

دی وایي، له ترهګرۍ سره جګړه یوازې د افغان ځواکونو مسوولیت نه بلکې، د ټولو ګډ مسوولیت دی نو په همدې خاطر باید ناټو د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه وي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و، چې امریکا به د سولې تر هوکړې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم پرون چهارشنبې د وږي ۶ مه له خپل هندي سیال سوبراهمانیام جیشنکر سره تر لیدنې وروسته یوې خبري غونډه کې ویلي، چې روسیه به د سولې تر هوکړې وروسته هم د افغان پوځ او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

لاروف  ویل، چې روسیه د افغانستان ملي اردو او امنیتي ځواکونو ته وسلې او تجیهزات ورکوي او دغه لړۍ ته به دوام ورکړي.
د هغه په وینا ځکه له افغان ځواکونو سره مرسته کوي، چې دمګړی هغوی په یوازې توګه نه شی کولی د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي نو هلو ځلو ته اړتیا ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې باید دوه ګونی چلند ونه شي ځکه داعش هڅه کوي، د افغانستان په ګدون په بېلا بېلو هېوادونو کې د پښې ځای پیدا کړي.

هغه ویلي، د داعش په اړه یې خطرناک راپورونه تر لاسه کړي او دې ډلې د افغانستان په شمال کې فعالیت زیات کړی او هڅه کوي له افغانستانه د سیمې نورو هېوادونو ته د پله په توګه کار واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي