په افغانستان کې د ناټو تړون له ټاکنو د ملاتړ تر څنګ ویلي، چې د ټاکنو د امنیت لپاره به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي د ناټو تړون پر ټوېټر پاڼه خپاره کړي ویډیويي پیغام کې ویلي، ناټو د شنبې د ورځې د ټاکنو د امنیت لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه او هغوی ته په مشورې ورکولو کې مهم رول لري.
په دغه ویډیويي پیغام کې چې پرون سه شنبې د تلې ۳ مه خپور شوی نیکولاس کي ویلي« زه له ټولو خواوو غواړم چې د انتخاباتو قوانین دې په مطلق ډول مراعت کړي او د افغانستان د خلکو رأیې ته درناوی وکړي.»
په ورته وخت کې اروپايي ټولنې هم د شنبې د ورځې ټاکنې په افغانستان کې د سولې لپاره یوه تاریخي موقعې بللې او ملاتړ یې ترې کړی دی.
په افغانستان کې د دغه اتحادیې ماموریت پر ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د سیاسي رقابت دا شېبه ټولو افغانانو ته د ښې راتلونکې، سولې او دیموکراسۍ پر لور د حرکت موقع ورکولی شي.
ناټو پر داسې مهال د ټاکنو په امنیت کې د افغان ځواکونو سره د همکارۍ ډاډ ورکړي، چې افغان امنیتي ادارو د شنبې ورځې د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت د تامین لپاره ۷۲ زره امنیتي ځواکونه ګومارلي دي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات پرون د ټاکنو کمېسیون چارواکو سره په ګډه خبري غونده کې ډاډ ورکړ، چې افغان ځواکونه د ټاکنو د امنیت د تامین لپاره په ۳۴ ولایتونو کې پوره چمتوالی لري او خلک دې په ډاده زړه د رایو ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي.
باید و ویل شي، چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې یوه ورځ پاتې ده او د تلې شپږمه د شنبې ورځ به د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل