۰

هغه غله نیول شوي، چې د وارداتي برېښنا مزي یې پرې او غلا کول

دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۲
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، هغه درې تنه غله نیول شوي، چې غزني ته د وارداتي برېښتا مزي یې پرې کول او بیا یې پلورل.
هغه غله نیول شوي، چې د وارداتي برېښنا مزي یې پرې او غلا کول
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، هغه درې تنه غله نیول شوي، چې غزني ته د وارداتي برېښتا مزي یې پرې کول او بیا یې پلورل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برېښنا شرکت پر خپله فسبوک پاڼه د نیول شویو کسانو انځور هم خپور کړی او ورسره لیکلي، چې یې دي، چې دغه غله نن دوشنبې د تلې ۲۲ مه د غزني ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

پرېښنا شرکت وایي، دغه غلو غزني ولایت ته د وارداتي برېښنا مزي پرې کول او وروسته یې پولورل، چې ورسره د لینونو د پرېکولو وسایل هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست تېره اونۍ په سالنګونو کې هم څلور کسان کابل ته د وارداتي برېښنا د یوې پایې د تخریب په تور ونیول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي