۰

‏یونیسف پر ۴۰ زره افغان ښوونکو سل سل ډالر وېښي

شنبی ۳۰ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۰
د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف د کابل، لوګر او میدان وردګو ولایتونو له ۴۰ زرو ښوونکو سره د سل- سل امریکايي ډالرو مرسته وکړي.
‏یونیسف پر ۴۰ زره افغان ښوونکو سل سل ډالر وېښي
د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف د کابل، لوګر او میدان وردګو ولایتونو له ۴۰ زرو ښوونکو سره د سل- سل امریکايي ډالرو مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوهنې وزارت ويلي، چې دا مرسته د دوی په همغږۍ پیل شوې ده، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

مخکې ملګرو ملتونو د افغان ښوونکو د ځنډیدلو معاشونو د ورکړې اعلان کړی و، خو تر اوسه یې د عملي کیدو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

څه موده مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند وویل، چې ښوونکو ته دوی معاشونه ورکړي او د يونيسف په همکارۍ ممکن په راتلونکي پسرلي کې د ښوونکو د معاشونو سطحه هم تر يوه حده زياته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي