د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د ناپېیلو هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبې د لړم اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي ښاغلی محب به باکو کې د ناپېیلو هېوادونو د یوه غړي هېواد په توګه د افغانستان په استازیتوب یادې ناستې ته وینا وکړي.
سرچینه زیاتوي، د دې تر څنګ به ښاغلی محب د ناستې په څنډه کې د یاد غورځنګ د غړو هېوادونو له یو شمېر استازو سره هم په جلا جلا توګه وګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل