د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د افغانستان لپاره د ناټو له لوړ پوړي ملکي استازي سټفانو پونټکورو سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا خپرپاڼه وايي، ښاغلي محب او ښاغلي پونټکورو پرون شنبې د زمري ۹ مه سره لیدلي دي.
سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغان ځواکونو په روزنه، د کابل نړیوال هوایي ډګر پر فعالیت، د ښځو، سولې او امنیت په برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د ژمنو پر عملي کولو خبرې اترې کړې دي.
د ملي امنیت شورا زیاتوي، چې دواړو لورو په افغانستان کې د ناټو د حضور د راتلونکي فصل په اړه هم خبرې اترې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل