د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د هېواد سویل لوېدیځ ته د سفر پر مهال له ډېورنډ فرضي کرښې هم لیدنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی مجاهد کندهار ولایت ته تللی او له ځايي ملکي او نظامي چارواکو سره د لیدنې تر څنګ امنیت وضعیت هم جاجلی دی.
نوموړي په دغه سفر کې د سویل لوېدیځ زون په ځانګړي ډول د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو د امنیت پر ټینګښت ټینګار کړی او چارواکو ته یې لازمې لارښوونې کړې دي.
د یادونې ده، چې مولوي محمد یعقوب تر دې وړاندې هغه مهال چې لوېدیځ نیمروز ولایت کې د افغان او ایراني ځواکونو تر منځ پر پوله نښته شوې وه، تللی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل