۰
امریکا:

د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن یو، تر ۲۰۲۴ پورې مالي سرچینې هم ورته لرو

پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۱
امریکایي چارواکي وایي، دوی د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته ژمن دي او د دغه ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره مالي سرچینې هم لري.
د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن یو، تر ۲۰۲۴ پورې مالي سرچینې هم ورته لرو
امریکایي چارواکي  وایي، دوی د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته ژمن دي او د دغه ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره مالي سرچینې هم لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په ناټو کې د امریکا استازې کي بیلي له رسنیو سره خبرو کې کړې او ټینګار یې کړی، چې امریکا تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو ملاتړ ته مالي سرچینې لري.

نوموړې د ټاکنو په امنیت په ټاکنو او روان تاوتریخوالي کې د افغان ځواکونو اقدامات ستایلي او ویلي یې دي، چې امریکا د دغه ځواکونو ملاتړ او روزنې ته ژمنه ده.

بېلي دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیران نن پنشنبې د لړم دوهمه بروکسل کې غونده لري او ټاکل شوې، چې له افغانستان سره خپلې ژمنې بیا تازه کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم د دغه غونډې تر پیل وړاندې خبریالانو سره خبرو کې ویلي وو، د ناټو د دفاع وزیرانو په دغه غونډه کې به ټول په یوه خوله له افغان ځواکونو ملاتړ څرګند کړی او دغه راز به یې پر لا پیاوړي کولو بحثونه وکړي.

ینس سټولټنبرګ ټینګار کړي، چې ناټو د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ادامه ورکوي.

نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده او تر څنګ یې په دې هېواد کې د سولې له پيلېدونکو هڅو هم ملاتړ کوي.

د ناټو سرمنشي پرون چهارشنبې هم د دغه سازمان د غونډې په پیل کې ویلي، چې دوی د افغان سولې ملاتړ کوي او له طالبانو یې وغوښتل، چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته غاړه کېږي.

د یادونې ده، چې د ناټو د دفاع وزیرانو په نننۍ غونډه کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم ګډون کوي.

په دغه غونده کې به د افغانستان د وضعیت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د افغان پوځ پر لا پیاوړي کولو خبرې اترې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي