په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکایي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانستان په امنیت او ثبات کې همکاري وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري ناسته کې ویلي، د افغانستان له ټولو ګاونډیو هیله لري، چې د دغه هېواد د امنیت او ثبات په برخه کې همکاري وکړي.
د جنرال مېلر په وینا ترهګري نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او نړۍ ته لوی ګواښ دی او باید چې د مخیوي لپاره یې ګډې هڅې وشي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان چارواکي او طالبان دواړه باید په افغانستان کې د تلفاتو د مخنیوي په هدف تاوتریخالی راکم کړي.
د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان داعش ډله لا هم یوه خطرناکه ډله بللې ویلي یې دي، کوم عملیات چې افغانستان کې د داعش پر ضد شوی، ښيي، چې دا ډله د افغانستان څخه بهر پراخې اړیکې لري.
د افغانستان د ملي امنیت شورا هم مني، چې داعش یوه خطرناکه ډله ده، خو په وینا یې دغه ډله اوس په افغانستان کې سخته ځپل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل